کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۰ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د هلمند ولایت سيميزو چارواکو د کابل ادارې د دفاع د وزارت هغه ادعا رد کړې، چې په کې ويل شوي و چې د ياد ولایت د مارجې ولسوالۍ یې له څلورو کلونو وروسته د طالبانو نيولې ده.
د هلمند ولایت د ولایتي شورا رییس “عطاءالله افغان” له رسنيو سره په خبرو کې ویلي، چې دولتي ځواکونو په مارجه ولوسوالۍ کې د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې هیڅ ډول پرمختګ نه دی کړی.
ښاغلي افغان زياته کړې، د مارجې د نیولو په اړه د دفاع وزارت ادعا کاملا بې بنسټه ده او موږ يې نه شو منلې، هلته اوس هم طالبان شتون لري.
په ورته وخت کې د ياد ولايت د ولایتي شورا مرستیال “عبدالمجید اخندزاده” هم ورته نظر لري، د اخندزاده په خبره د مارجې ولسوالۍ نیول څه اسانه کار نه دی.
د یادولو ده چې تېره شپه ناوخته د کابل ادارې دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ادعا کړې وه، چې مارجه ولسوالۍ یې له څلورو کلونو وروسته له طالبانو څخه نيولې ده.
د یادونې وړ ده، چې د هلمند ولايت له مرکز پرته نورې سيمې له ډېر وخت راهیسې د طالبانو په ولکه کې دي.
















