عراق: پر معترضينو وسله وال برید کې نوولس کسان وژل شوي، لسګونه ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۶، شنبه)

د عراق امنيتي سرچينې او روغتايي مسؤولین وايي، د دغه هیواد په پلازمینه بغداد کې پر معترضينو وسله وال برید شوی چې نږدې شل تنه پکې وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د الجزيزه د راپور له مخې، بريد د نامعلومه کسانو له خوا د بغداد پر څلور لارې کې ترسره شوی چې د روغتیايي مسؤولینو په وينا نوولس کسان پکې وژل شوي او اويا تنه نور ټپيان دي.

د فرانسې خبري اژانس ته عيني شاهدانو ويلي، چې وسله وال کسان په يوه ټرک کې سپاره و او پر یوه ودانۍ کې پر راټولو شويو معترضانو يې بريد وکړ او وروسته يې یاده ودانۍ ته اور ورته کړ چې ډيره برخه يې سوځیدلې ده.

د الجزيرې راپور کې راغلي، چې دا حمله په داسې حال کې ترسره شوې چې تيره ورځ هم د تحرير په ميدان کې نامعلومه کسانو پر معترضانو برید کړی و او ديارلس تنه يې په چړو او چاقوانو ټپيان کړي و.

دوه مياشتې مخکې په عراق کې د فساد، بيکارۍ، په حکومتي ادارو کې د ايران د نفوس پرضد اعتراضونه پيل شول او د دغه هيواد د لومړي وزير عادل عبدالمهدي د استعفا غوښتنه يې کوله.

د عراق لومړي وزير عادل عبدالمهدی له خپلې دندې استعفا ورکړه او پارلمان يې وايي، چې د قانون پر اساس به بل لومړی وزير ټاکل کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button