د اسلامکلا له ګمرکه ۲۹ موټره بېکیفیته نفتي او غیرنفتي توکي بېرته وګرځول شول

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۲۰مه)
د هرات ولایت مسوولین وايي، د اسلامکلا له ګمرکه ۲۹ موټره بار وړونکي موټر چې بېکیفیته نفتي او غیرنفتي توکي یې لېږدول، د کیفیت د ټاکلو معیارونو د نه پوره کولو له امله بېرته صادرونکو هېوادونو ته ګرځول شوي دي.
د مسوولینو په وینا، په دغو موټرو کې ۸ موټره پټرول، ۱۷ موټره ډیزل، یو موټر بوره، دوه موټره د بساېل او یو موټر کاشي شامل دي. د دغه اقدام موخه هېواد ته د بېکیفیته توکو د واردېدو مخنیوی، د مصرفوونکو د حقونو ساتنه او د ټاکل شویو کیفیتي معیارونو رعایت بلل شوی دی.



