ويسا: امریکا نه غواړي چې بين الافغاني اجماع جوړه او ستونزه حل شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۶، شنبه)
له کابله خپریدونکې ويسا ورځپاڼې کابل او دوحې ته د امریکا د بهرنيو چارو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په اړه ليکل کړي چې د باوري سرچينو له قوله وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې وروستي پړاو ته رسيدلي خو د بين الافغاني خبرو مسأله لا هم پر خپر ځای پاتې ده.
ويسا د بين الافغاني خبرو ستر خنډ د حکومت دريځ بللی چې په وينا يې طالبانو ته هم د منلو وړ نه دی زياتوي په بېجنګ کې د بین الافغاني ناستې مخه هم د حکومت دريځ ډب کړې ده.
په سرمقاله کې راغلي، چې امریکا هم نه غواړي تر څو بین الافغاني اجماع جوړه او د افغانانو خپلمنځي تفاهم ته زمينه برابره شي زياتوي: ” د پردې تر شا د امریکا دریځ هم ښکاري چې دوی نه غواړي داسې بین الافغاني اجماع جوړه شي چې د ستونزې د حل وړتیا ولري او د افغانانو په منځ کې د ژور تفاهم زمینه برابره کړي”.
د سرچينې په وينا، که څه هم د امریکا استازي تل دا بار پر افغانانو اچولی چې طالبانو سره مذاکراتو لپاره ټول شموله پلاوی جوړ کړي خو زياتوي د حکومت په شمول، امریکايان او هغه ټول لوري چې دوی ورسره معاملې لري نه غواړي چې یو داسې افغاني سټيج برابر چې د تلپاتې سولې لپاره رغنده ګامونه واخيستلای شي.
سرمقاله کې راغلي، چې د امریکا دوه مخی دريځ د دې لامل شوی چې افغان حکومت د بين الافغاني پلاوي په ټاکنه کې د ملي ګټو پر ځای د واک او امتياز له دريځه عمل کوي او که دغه وضعيت دوام وکړي نو د سولې خبرې به د تير په څير یو ځل بيا یوازې د ډرامې شکل غوره کړي.



