اریانا افغان هوايي شرکت د مزارشریف او استانبول ترمنځ مستقیمې الوتنې پیلوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۲۰مه)
د اریانا افغان هوايي شرکت وايي، ټاکل شوې سبا پنجشنبه د مزارشریف او ترکیې د استانبول ښار ترمنځ مستقیمې الوتنې پیل کړي.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې، د دې مسیر د یوهطرفه ټکټ بیه ۴۸۰ امریکايي ډالره ټاکل شوې ده.
د اریانا په وینا، د دغو الوتنو په پیل سره به د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تګ راتګ، سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د پراختیا زمینه برابره شي او مسافر به وکولای شي له غیرضروري تمځایونو پرته خپل سفر ترسره کړي.
د یاد مسیر ټکټونه د اریانا له مرکزي دفتر، رسمي څانګو، سیاحتي شرکتونو او هوايي ډګرونو کې د دغه شرکت له کاونټرونو ترلاسه کېدای شي.



