د روسیې د لومړي وزیر مرستیال د لوړپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ سبا کابل ته راځي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، د لړم ۲۰مه)

د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس ضیا احمد تکل تایید کړې، چې د روسیې د لومړي وزیر اقتصادي مرستیال الکسي اوورچوک به سبا (پنجشنبه) د یوه لوړپوړي اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، د دې سفر موخه د افغانستان او روسیې ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، د پانګونې د فرصتونو ارزونه او د ګډو اقتصادي پروژو په اړه خبرې اترې دي.

ټاکل شوې روسي پلاوی له افغان چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button