دامریکا دفاع وزیر: له افغانستانه خپل ځواکونه نورو سیمو ته لېږدوو

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د طالب او امریکایي لوري د مذاکراتو له بیا پیل وروسته د امریکا ددفاع وزیر مارک اسپېر په تازه څرګندونو کې ویلي، افغانستان دوی ته مهم دی خو ددې تر څنګ د تهدیداتو ختمولو لپاره په ځینو نورو سیمو کې هم باید سرتېري ډېر کړي.

د پنټاګون مشر وايي د ځینو هېوادونو د امنیت د تامین او دغه راز د ځینو پوځي سیالیو د مخنیوي لپاره به د هند سمندر شاوخوا او ځینو نورو برخو کې پوځي حضور پياوړی کړي.

هندي رسنۍ د اسپېر له قوله وايي چې امریکايي ځواکونه به له افغانستان په سیمه کې ځینو نورو ستراتيژیکو نقطو ته لېږدول کېږي څو د امریکا او د امریکا د متحدینو ګټې خوندي کړي.

د امریکا ددفاع وزیر دغه راز دا هم ویلي چې تر اوږد ماموریت وروسته ډېر شمېر عسکر به بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

داپه داسې حال کې ده چې له اوږد ځنډ وروسته وړمه ورځ امریکا او طالب استازو په ټپه ولاړ مذاکرات بیاپیل کړل، تمه ده چې په طول د یوې اوونۍ کې تکمیل شوې موافقه لاسلیک او بین الافغاني خبرو ته لار خلاصه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button