عراق: په نجف ښار کې د بانفوذه شیعه مشر پر کور هوایي برید شوی

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د فرانسې خبري اژانس د راپورله مخې د عراق په نجف ښار کې د شعیه ګانو د مشر مقتدا صدر پر کور د بې پیلوټه الوتکې برید شوی دی.

که څه هم په دې برید کې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو ویل کېږي چې نوموړی د برید پر مهال په خپل کور کې نه و.

په ورته وخت کې د پروني برید له قربانیانو سره په دې هېواد کې د تازه تاوتریخوالي پر مهال د وژل شویو اعتراض کوونکو شمېر ۱۷ تنو ته رسېدلی دی.

تر اوسه د برید پړه کوم لوري پر غاړه نه ده اخیستې. مقتدا صدر په یاد هېواد کې د وروستیو حکومتي ضد اعتراضونو کلک ملاتړی و.

دا اعتراضونو له اوږدې مودې راهیسې د عراق په مختلفو ښارونو کې لاهم روان، او دخپلو غوښتنو په منلو ټینګار کوي. دې اعتراضونو کې دسلګونه وګړو له مرګ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button