د چین په شمال ختیځ کې د هیشان کاونټي سیمې یوه ۱۵ کلنه اوسیدونکې په یو داسې حیرانوونکې ناروغۍ اخته شوي چې ظاهري قواره او بدن يې د زړې ۶۰ کلنې ښځې به څېر ښکاري، دې انجلۍ ځينو رسنیو ته ویلي چې دې ناروغۍ د ژوند څخه ډیره خفه کړي ده.
طب پوهان وايي، دا ناروغي په ډیرو کمو کسانو کې پیدا کیږي دې ته په طبي اصطلاح کې هټچنسن ګلوفورډ پروګیره سنډروم وايي، د شیاوفنګ په نوم انجلۍ چې د مخ په کاسه يې د زړو ښځو به څېر غونځې او پر مخ يې غوښې پرتې ښکاري.
دغه انجلۍ وايي په لاره او ښونځي کې راته د لیونۍ په نوم غږ راباندې ډیر بد تاثير کړي، د همدې وجې نه اوس په کور کې مور او پلار سره یم،ددې انجلۍ مور او پلار بزګري کوي، پلار وايي، ډاکټرانو ته مې وویل چې ددې مخ عملیات وکړي خو هغو رانه ۹۵ زره ډالر غوښتل او دومره وس زما نه کیږي.


















