ايران او امريکا د بنديانو تبادله کړې ده

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزیر’ جواد ظریف’ تائید کړې چې د یو ایراني محصل ‘مسعود سلیماني’ په بدل کې چې امريکا کې بندي و، چینایي الاصله امریکایي بندي ‘ژیو وانګ’ له زندانه خوشې کوي
نوموړی امريکا ته د “جاسوسۍ” په تور په ایران کې په ١٠ کاله بند محکوم شوی و او ښاغلی سلیماني د ایران پر ضد د سوداگریزو بندیزونو نه په سرغړونه محکوم او په امریکا کې بندي و.
د ايران دولتي تلویزیون په يوه تازه خبر کې ويلی، چې ښاغلی سليماني له خوشې کيدو وروسته سوېس هيواد کې ايراني چارواکو ته سپارل شوی دی.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف، په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: “خوښ یم چې پروفیسر مسعود سلیماني او ښاغلی ژیو وانگ خپلو کورنیو سره یوځای کیږي”.
نوموړي په دې برخه کې له ټولو ښکېلو اړخونو، په ځانګړي ډول له سویس څخه مننه کړې چې په بهير کې خپل مهم رول لوبولی دی.
د امریکا جمهور رئیس ډونالد ټرمپ، هم دغه تبادله تائید کړې ده. نوموړي په خپله ټویټر پاڼه د ژیو وانگ په اړه لیکلي: “هغه متحده ایالاتو ته په لار دی”. ټرمپ هم په دې برخه کې د سویس هیواد له همکارۍ څخه مننه کړې ده.



