کرزی: هیله ده دا پړاو مذاکرات روانه خونړۍ جګړه پایته ورسوي

کابل ټکی کام(يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د کابل حکومت پخواني مشر حامد کرزي په قطر کې د طالب او امریکایي مرکچيانو تر منځ د سولې له پیل شویو خبرو ملاتړ کړی دی.
د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، کرزی په قطر کې د امریکایي پلاوي او د طالبانو د اسلامي تحریک ترمنځ د پیل شویو مذاکراتو ملاتړ کوي او هیله لري چې دا خبرې به په هېواد کې د روانې جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسېدو لامل شي.
د کرزي له قوله ويل شوي، سوله د ټولو ځورېدلو افغانانو هیله او مسلم حق دی او په همدې وجه کرزی د سولې له روانو خبرو کلک ملاتړ کوي او له ټولو ښکېلو لوریو هيله لري چې د دې خبرو په لړ کې له پوره دقته کار واخلي تر څو افغانان د ملي یووالي تر چتر لاندې د یو واحد اومستحکم نظام څښتنان شي.
د يادونې وړ ده چې پرون په قطر کې د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې د دريدلو خبرو لسم پړاو پيل شوی، چې نن هم روانې دي.



