امریکا: د شکايتونو کمېسیون دې د شکایتونو په اړه شفافه او عادلانه پریکړه وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۲، دوشنبه)
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو د اعلان هرکلی کړی دی.
د یاد وزارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مرستيالې اليس ويلز د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دې د پايلو د شکايتونو په اړه په شفافه او عادلانه توګه پریکړه وکړي.
له شاوخوا درې مياشتني ځنډ وروسته پرون یکشنبه د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د انتخاباتو لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې په ډيره کمه فيصدۍ اشرف غني ګټونکی او دوهم مقام کې عبدالله راغلی دی.
د ثبات او همپالنې ټيم مشر ډاکټر عبدالله په ګډون یو شمير ټاکنيزو نوماندانو د لومړنيو اعلان ته غبرګون ښودلی وايي، چې دغه پايلې به ونه مني او د درې لکه نامعلومه رايو پوښتنه به وکړي.
تر دې مخکې په کابل کې دامریکا سفير هم د ټاکنو لومړنيو پايلو اعلان ته محطاتانه څرګندونې کړي په خپله ټويټرپاڼه يې ليکلي، چې وروستيو پايلو اعلان ته ډيرو نورو ګامونو ته اړتيا ده.



