کندز: د شپنۍ چاپې پر مهال چاودنه کې یو امریکايي وژل شوی یو ټپي دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۲، دوشنبه)

د کندز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د شپنيو چاپو پر ګډو عسکرو د طالبانو له خوا تکتیکي چاودنه شوې چې بهرنيو او داخلي عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندز سيمه ييزې امنيتي سرچينې وايي، ګډو ځواکونو غوښتل تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط په حاجي سفربای سيمه کې عملیات وکړي خو مخکې له مخکې طالبانو په سیمه کې ماينونه ځای پرځای شوي و، چې بهرنيو عسکرو ته يې تلفات اړولي دي.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي، د تيرې شپې په چاودنه کې چې په ګډو ځواکونو ترسره شوې، یو امریکايي وژل شوی، یو امريکايي او یو کومانډو عسکر ټپيان دي.

د مجاهد په وينا: ) تیره شپه د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ حاجی سفربای سیمه کې په هغو امریکایي او غلامانو عسکرو قوي تکتیکي چاودنه وشوه، چې یادې سیمې ته د چاپې په نیت راغلل. په چاودنه کې یو امریکایي اشغالګر عسکر ووژل شو، یو امریکایي او یو داخلي کمانډو عسکر شدید ټپيان شول، نور وتښتیدل(.

ښاغلي مجاهد له یاد خبر سره د یو امریکايي عسکر (مایکل جیمز ګوبل) پوځي کارت هم  خپور کړی چې خپل انځور يې ورباندې دی، او ويل کيږي د چاودنې په ځای کې يې د کارت تر څنګ شليدلی او په وينو لړلی پوځي یونيوفارم هم پاتې شوی دی.

په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو هم منلې چې د عملياتو پر مهال يې یو عسکر وژل شوی خو په دې اړه يې ډير جزيات نه دي ورکړي.

وخت ناوخت په شپنيو عملیاتو، د طالبانو په وسله والو بريدونو، چاودنو او د بهرنيانو پر پوځي اډو توغنديزو بريدونو کې بهرنیو عسکرو ته مرګ ژوبله اوړي خو امریکايي چارواکي يې د خپلې پاليسې له مخې دغه تلفات له رسنيو پټ ساتي.

مربوطه مطالب

Back to top button