
ښځه د غربی متفکرینو له انده
انجنیر عمیر ویاړ
په معاصر تحریف شوي مسیحی فکر او نظر کې ښځينه راهباني ځکه د يو ستر راهب مخې ته په ځمکه څملي چې برکتي شي
غربی مفکر فيډريک نيشته وايي: ښځه د طبيعت دام دی هر وخت چې ليدلو ته ورتلې يو ښه غټ سوباړی له ځانه سره اخله
بل غربي متفکر چارلس ډاروين وايي:
ښځه يواځې د اشپز خانې، پخلي او د کور پاکولو لپاره پيدا شوې او پورته شيانو د کولو په خاطر د کور له سپي ښځه یو څه ښه ده .
دریم غربي متفکر فرويډ وايي: ښځه بغير د سړیو له جنسي تسکين نه بل هيڅ شي ته نه ده جوړه .
بل مشهور غربي پادري ټوما وايي:
ښځه د طبيعت تېروتنه ده چې د مردار منوي حيوان نه په ډېر بد حال کې پيدا کيږي .
د پادريانو يو بل سرخيل يوحنا الدمشقي ويلي: ښځه لکه د خره له کينې ډکه ده.
بل غربی متفکر شوپنهار وايي: ښځه د لويو ويښتو لرونکې ځناوره او د لنډ فکر څښتنه ده.
یهودانو به ښځې د حيض په وخت کې له کورونو څخه شړلې او دې بيچاره ګانو به ژوند په لارو کوڅو او غارونو کې وخت تیروه.
د يهودانو د ملایانو په کتابونو کې دا مشهوره دعا هم شته چې :ربه ! شکر چې زه دې ښځه نه يم پيدا کړې .
تر اتلسمې ميلادي پورې غرب کې ښځې هيڅ قانوني حق نه درلود چې درس و وايي، يا د ژوند فيصله وکړي يا هم ميراث واخلي .
خو سره له دې چې اسلام ښځې تر هر چا پر لوړ مقام قایل دی خو غربیان او غرب مشربه لاسپوڅي را پورته کيږي او په عنادي او حقدي توګه وايي چې اسلام له ښځې سره ظلم کوي او غرب ازادي ورکړې او ځینې ساده لوح مسلمانان هم ورته چکچکې او نڅاوې کوي.



