قزاقستان: د الوتکې د غورځېدو پيښه کې ۹ تنه وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۶ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

په قزاقستان کې چارواکي وايي چې په “بېک ایر” هوايي شرکت پورې اړوند يوه الوتکه نن جمعه د ډسمبر په ۲۷ له الماتای هوايي ډګره له الوتنې لږ شیبه وروسته غورځېدلې ده. تراوسه د ۹ تنو د وژل کيدو خبر تائید شوی.

د رویټرز خبري اژانس یو خبریال، چې د پېښې پر مهال په سیمه کې و، وايي، د سیمې هوا له غباره ډکه وه.

الوتکه له الماتای نه د دې هېواد بل ستر ښار “استانا” په لور روانه وه. د الوتکې د غورځېدو لامل تراوسه معلوم نه دی.

د هوايي ډګر چارواکو رسنيو سره په خبرو کې ویلي چې په الوتکه کې ټول ۱۰۰ کسان سپاره وو چې ځینې يې ژوندي پاتې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button