سي ان ان: راتلونکی کال امریکایي پوهنتون تړل کیږي

کابل ټکى کام (جمعه، ۶ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
امریکایي تلویزوني خپرونې سي ان ان د خپلو سرچینو له قوله ویلي، ښایي راتلونکی کال د افغانستان امریکایي پوهنتون خپلې دروازې د محصلینو پر مخ د تل لپاره وتړي.
راپور زیاتوي، د دې پوهنتون ۶۰ سلنه لګښت د امریکا د پراختیایي بنسټ (USAID) له لوري ورکول کېږي او راتلونکي کال کې ښایي همدا مرستې بندې شي.
په ورته وخت کې د دې پوهنتون تمویلوونکو ویلي، علمي بنسټونه باید ددې وړتیا ولري چې د وخت په تېرېدو په خپلو پښو ودرېږي او خدمات وړاندې کړي.
په همدې حال کې، د امریکایي پوهنتون مسوولینو د دې مرستو د قطع کېدو له ویري راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال لپاره خپل پروګرامونه نه دي جوړ کړي.
دا پوهنتون د طالبانو تر سقوط وروسته په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د امریکا د لومړۍ میرمنې لورا بوش له لوري جوړ شوی دی او د افغانستان په کچه یو له غوره پوهنتونو څخه بلل کېږي.
څو کاله وړاندې د همدې پوهنتون دوه استادان دطالبانو لخوا وتښتول شول چې تیره میاشت د دواړو خواوو مذاکراتي ډلو دیوې پټې معاملې په ترڅ کې خوشې کړل.



