ټرمپ: ایران، سوریه او روسیه دې د عامو وګړو وژنه بنده کړي

کابل ټکى کام (جمعه، ۶ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دځینې رقابتونو په اساس یوځل بیا ایران، سوریه او روسیه د سوریې په ځينو ښارونو کې د عامو وګړو په وژنې تورن کړي دي.
ټرمپ په خپلو تازه ټویټونو کې یادو هیوادونو په اشارې ویلي چې دوی په سوریه کې د عامو خلکو وژنې ته ادامه ورکړې ده او ژر تر ژره دې دغه عاموژنه بنده کړي.
ټرمپ زیاته کړې، که یاد هېوادونه د خلکو له وژلو او خونړیو هوايي بریدونو لاس وا نه خلي نو له سختو اقداماتو سره به مخ شي.
ټرمپ دغه راز ویلي چې ترکیه د جګړې په درولو او د عاموژنې په مخنیوي کې هڅه کوي خو نورو اړخونو ته هم په کار ده چې نور له ورانیو لاس واخلي او عاموژنه بنده کړي.
ټرمپ داسې مهال دعام وژنې پر وړاندې غږ پورته کوي چې د امریکا ځواکونه عملاً په افغانستان کې د افغانانو په وژنو لګیا، او دا د تروریزم پر وړاندې د نړیوال امنیت دتامین هڅې بولي.



