په امریکا کې د ناروغیو مخنیوي اداره (سنټرل فار ډیزیز کنټرول) په یو تازه راپور کې وايي، چې په امریکا کې د ناروغیو زیاتولي يو لوی اصلي عامل هغه په کورونو کې د سپیو ساتل دي.
په امریکا کې د لوی سترګو، پستو ویښتانو او ګلابي رنګه ژبې لرونکي سپیو بچیان ډیر ښایسته ښکاري خو دا سپیان ډیرې انتاني ناروغۍ پیدا کوي، په امریکا کې د سي ډي سي د راپور سره سم په ۱۳ ایالتونو کې چې په کومو کورونو کې سپی دي په هغو کورونو کې زیات کسان په ناروغیو اخته دي.
د سي ډي سي دغه راپور کې راځي، تر اوسه ددغو ناروغیو له امله څلور تنه مړه شوي هم دي، ۲۴تنه نور چې د سپیو له لارې ناروغي ورته انتقال شوي له دغو کسانو ۱۵ تنه په دوکانونو او باقي به کورونو کې سپي ساتل، راپور زیاتوي، فلوریډا، جورجیا، میرې لینډ او اوهایو ایالت په شمول د سپیو څخه را انتقالیدونکی وایروس ګډ شوی چې د ۷۰ کلونو یا له دې لوړ عمر لرونکي کسان پرې اخته کیږي.
د سي ډي سي پوهان وايي، سپیانو کې یو ډول بکتریا شتون لري که چیرې انسانانو ته انتقال شي نو د هغوي تنفسي او مدافعتي نظام ډیر کمزوری کوي، دغه پوهان زیاتوي، چې د سپیو له لارې انتقال شوي ناروغيو کې سخته تبه، دخیټې شدید دردونه، نس ناستې ناروغۍ، وینه لرونکی پیچش چې دغه ناروغانو تشخیص په ډیرې سختۍ کیږي او د یوې اوږدې مودې تداوي څخه وروسته ناروغ ښه کیږي.