د پنځه زره طالب بنديانو خوشې کيدل د سولې موافقې یوه برخه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۰، سه شنبه)

د راپورونو له مخې، د افغانستان له زندانونو د پنځه زره طالب بنديانو خوشې کيدل د امریکا- طالبانو د سولې موافقې یوه برخه ده.

اسوشټيډ پرس خبري اژانس په یوه راپور کې ويلي چې طالبان په زندانونو کې منظم سستم لري، د خپلو ټولو بنديانو معلومات لري او وخت پر وخت د هغوی له احوال څخه ځانونه خبروي.

د امريکا او طالبانو مذاکراتو نږدې د طالبانو یوه لوړپوړي غړي یادې سرچينې ته ويلي، د پنځه زره طالب بنديانو ليست امریکا ته سپارل شوی او د دغه بنديانو خوشې کيدل د سولې موافقې یوه برخه ده.

د افغانستان په زندانونو کې او په ځانګړي ډول په بګرام او پلچرخي کې زرګونه طالبان بنديان دي چې د ډيری زندانيانو يې د بند موده پوره شوې خو لا هم د چارواکو له لوري نه خوشې کيږي.

طالبان د بنديانو لپاره ځانګړې اداره لري چې وخت پر وخت د هغوی له حالاتو ځان خبروي او ناروغانو ته يې رسيدګي کوی.

مربوطه مطالب

Back to top button