ټاکنيزو شکاياتو کمېسيون: ښايي تر نيمايي زيات شکایتونه يوازې ادعاوې وي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د یوه چارواکي د اټکل له مخې ښایي د ټاکنو په تړاو دوی ته د سپارل شویو شکایتونو تر نیمایي ډېر يوازې ادعاوې وي او اسناد ونه لري.
د ياد کمېسیون د ثبت او تصنیف مسؤل مسعود شمس وویل: دوی ته رسېدلي ډېر شکایتونه کره اسناد او شواهد نه لري.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وایي، چې ډېری شکایتونه یې له ننګرهار، کابل او کندهار ولایتونو ترلاسه کړي دي.
د قانون په رڼا کې د شکایتونو د څېړلو ولایتي دفترونه یوازې ۱۵ ورځې وخت لري چې شکایتونه وڅېړي او پریکړه وکړي؛ خو د شکاياتو کمېسيون چارواکي وايي د شکایتونو شمېر ته په کتو ښايي د څېړلو موده وغځیږي.
د يادونې وړ ده، چې د قانون له مخې د ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان هم بايد په ۲۱ورځو کې شوی وی؛ خو د پرلپسې ځنډ له امله درې مياشتې وروسته اعلان شوې، دې ته په کتو شنونکي په دې باور دي؛ چې کيدای شي، د شکايتونو د ارزونې بهير هم په مياشتو وخت ونيسي.

مربوطه مطالب

Back to top button