کنړ: په یوه پېښه کې د پنځو ماشومانو مړه کيدو په شمول دولس تنه ټپيان شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ مرغومی ۱۰، سه شنبه)

د کنړ ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اسمار ولسوالۍ کې د يوې پېښې رامنځته کيدو له کبله د ماشومانو په شمول دولس کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کنړ د والي وياند عبدالغني مصمم وايي، د يادې ولسوالۍ مربوطاتو کې د یوه کور د اطاق چت پریوتی چې دولس تنه تر لاندې شوي دي.

د مصمم په وينا، په دغه پېښه کې د پنځو ماشومانو د مړه کيدو په شمول ټول دولس تنه ټپيان شوي دي.

نوموړی وايي، شاوخوا نږدې ګاونډيان يې مرستې ته ورغلي او تر خاورو لاندې ټپيان او د مړو شويو جسدونه يې را ايستلي دي.

ځايي اوسيدونکي وايي، دغه چت د ډير زوړوالي له کبله پريوتی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button