د شمالي کوریا ولسمشر د سیاسي او نظامي تیارسئ امر کړی دی

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۰ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

د شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د خپل حکومت له لوړپوړو چارواکو سره پر راتلونکو مسایلو او اقداماتو اووه ساعته بحثونه کړې دي.

نوموړي ویلي، دوی اړ دي چې د خپل هېواد ساتنه وکړي له همدې امله د سیاسي او نظامي تیارسي امر کوي تر څو د دښمن شوم اهداف شنډ کړي.

کیم جونګ اون تر دې وړاندې هم امر کړی و چې د امریکا د اقداماتو پر وړاندې باید نظامي او تسلیحاتي صنعت پراخ کړل شي ځکه دغه هېواد پر خپلو ژمنو وفا نه کوي.

کیم جونګ اون خبرداری ورکړی و چې که یې امریکا غوښتنو ته ځواب و نه وایي نو ټرمپ ته به د نوي کال او کریسمیس په مناسبت مزاییلي ډالۍ ولېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button