کابل ټکى کام (سه شنبه، ۱۰ مرغومی ، ١٣٩٨ل)
د راپورونو له مخې سلګونه لاریون کوونکي دمګړی په پلازمینه بغداد کې د امریکا په سفارت بریدونه کوي او د امریکا ضد شعارونه ورکوي.
دوی وایي په خپل هېواد کې د امریکا د حضور مخالف دي او باید ژر تر ژره له دغه ځایه امریکايي عسکر ووځي.
له دې سره هممهاله رویټرز وایي چې امریکايي سفیر او نور دپيلوماتان له سفارت وتلي او یو مصئون ځای ته انتقال شوي دي.
امریکا په عراق کې د یوې وسله والې ډلې پر ضد هوايي بریدونه وکړل او درنه مرګ ژوبله یې واړوله.
دغه پېښه له توندو غبرګونونو سره مخ شوې، په ټول عراق کې دامریکا ضد ولسي پاڅونونه شوي او د دې ځواکونو د ژر تر ژره وتلو غوښتنه کوي.


















