کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ ثور، ۱۴۰۱ل)
سريلانکا کې د لاریونونو په دوام قهريدلو لاريونوالو تېره شپه د لومړي وزير “راجاپسکا”، پارلمان کې د واکمن ګوند د ځينو غړو او لوړ پوړو چارواکو کورونه سوځولي دي.
د لاريونوالو دا ګام تر هغې وروسته اخيستل شوی چې په پلازمينه کولمبو کې يې له پوليسو او د دولت ملاتړو لاریون کوونکو سره اخ و ډب وکړ.















