د اوکرایین جګړه؛ ناټو وایي د کېف ملاتړ ته به دوام ورکوي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۶ ثور، ۱۴۰۱ل)

ناټو سازمان یوځل بیا اوکراین ته د نامحدود ملاتړ ډاډ ورکړی د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو په آلمان کې په یوه غونډه کې ژمنه کړې چې د ناټو به له کېف څخه خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي.
د ناټو د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ویلي دوی به تر هغه د اوکراین ملاتړ ته ادامه ورکوي چې دغه هېواد له ځان دفاع کوي او د روسیې پر وړاندې ولاړ وي.

د دوی په خبره دا مرستې او ملاتړ به محدود نه وي او په ټولو برخو کې به دوام کوي.
په ورته وخت کې راپورونه وایي، چې روسیې تازه د اوکراین په ځينو برخو د توغندویي او هوایي بریدونه کړي دي.

روسیه وایي چې د اوکراین د وسلو او مهماتو او همدا راز د رادار ځینې مرکزونه یې په نښه کړي دي.
اوکراین هم په ځينو برخو کې د روسي عسکرو د په شا ته تمبولو خبر ورکړی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button