د چين سفير: افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړو د پيل په تياريو بوخت يو

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)

د راپورنو له مخې، د ا. ا. ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي او د چين سفير «وانګ يو» په کابل کې د افغان سوداګرو پر ستونزو، بشري مرستو او سوداګرۍ خبرې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، دواړو لوريو له زلزله ځپلیو سره په مرستو، پر سياسي مسايلو، د افغانستان او چين ترمنځ پر ګډې سوداګرۍ، بشري مرستو او چين ته د افغان محصلينو د بېرته ګرځېدو په باب هراړخيزې خبرې کړي دي.

دغه راز د چين سفير د وروستۍ زلزلې په اړه د بهرنيو چارو وزير ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي او د خپل هېواد د مرستو ژمنه يې کړې ده.

ښاغلي متقي، له چينايي سفير څخه غوښتي چې افغان سوداګرو ته د چين د ويزو د ورکړې لړۍ چټکه کړي.

د چين سفير ويلي، افغان سوداګرو ته د ويزو د ورکړې د پيل لپاره په تياريو بوخت دي.

همدارنګه ‏دواړو لوريو ژمنه وکړه چې سږ کال چين ته د افغان جلغوزيو د لېږد لړۍ کې هم پاموړ چټکتيا راشي.

مربوطه مطالب

Back to top button