کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د روسیې ولسمشر “پوتین” د امریکا لخوا اوکراین ته د توغندیو ویشتونکی پرمختللي سیستم پر ورکولو توند غبرګون ښودلی او ژمنه یې کړې ده چې “بېلاروس” ته به د اټومي وړتیا لرونکي توغندي ورکوي.
پوتین ویلي، چې ډېر ژر به خپل متحد “بېلاروس” ته د اټومي “سرګلولو” د لېږدونې وړتیا درلودونکي توغندي واستوي.
ولسمشر پوتین ویلي دا “اېسکندر-ایم” توغندیو سیستمونه د “بالستیک او کروز دواړو توغندیو او دغه راز اټومي بمونه توغولی او ۵۰۰ کیلومترو کې خپل هدف په دقیقه توګه ویشتلی شي.
ولسمشر پوتین همداراز ژمنه کړې ده، چې د بېلاروس “سوخو” ډوله ۲۵ جنګي الوتکې به هم د اټومي وسلو د لېږدولو پر وړتیا سمبال کړي.
باید وویل شي چې د روسیې ولسمشر داسې مهال بېلاروس ته د اټومي توغندیو د ورکولو ژمنه کوي، چې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې خپل پرمختګ ته دوام ورکوي او ګڼ لوی او واړه ښارونه یې له اوکرایني ځواکونو څخه نیولي دي.


















