کابل ټکی کام (یکشنبه، ۵ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان اسلامي امارت ته نږدې سرچینو خبر ورکړی، چې د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ به په پلازمینه کابل کې د علماوو یوه لویه غونډه جوړیږي.
که څه هم د اسلامي امارت ویاند تازه په دې اړه کوم څه نه دي خپاره کړي خو وړاندې تر دې د دې غونډې مهمه اجنډا پر داخلي مشروعیت سلا مشورې او په ټوله کې له اوسنیو ستونزو د هېواد را ایستل کېدل بلل شوي وو.
د کابل پولي تخنیک پوهنتون په یوه خبرتیا کې ویلي چې د لویې جرګې غونډې لپاره به دغه پوهنتون د چنګاښ میاشتې له پنځمې بیا تر ۱۲مې نېټې پورې رخصت وي.
په خبرتیا کې راغلي چې له دوشنبې څخه به ټول درسونه په عادي توګه پیلېږي. په همدې حال کې د ملا محمد حسن اخند په لاسلیک په ټولنیزو رسنیو کې یو مکتوب ښکته پورته کېږي چې پکې راغلي، په کندهار کې د اسلامي امارت د زعیم شیخ هبت الله اخندزاده په مشرۍ د وزیرانو غونډه کې پرېکړه شوې چې د هېواد په کچه به د علماوو ستره غونډه جوړېږي او د جوړولو چارې یې د افغانستان د مرستیال لوموړي وزیر “ملا برادر” په مشرۍ کمېسیون ته سپارل شوې دي.
باید وویل شي چې دغې غونډې ته به دوه تنه دیني عالمان او یو بل قومي مخور بلل کېږي.


















