کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، بريتانیايي کومانډو ځواکونو په افغانستان کې د افغانانو د وژلو پر سر یو له بل سره سیالي کوله.
بریتانوي رسنیو په يوه تازه راپور کې ليکلي، کله به چې بريتانوي ځواکونو د افغانستان په کليو او بانډو کې شپني عمليات کول نو ډلګيو به د عامو افغانانو د وژلو پر سر يو له بل سره سيالۍ کولې.
په دې اړه بي بي سي په تفصيلي توګه راپور ليکلی چې پکې راغلي:«د بریتانیا د ځانګړو هوایي خدماتو (اساېاس) کومانډو ځواکونو افغانستان کې د شپنیو عملیاتو په لړ کې د افغانانو د وژلو پر سر یو له بل سره سیالي کوله او هر یوه به هڅه کوله څو ډېر افغانان ووژني».
راپور زياتوي، يادو بريتانوي ځواکونو يواځې په شپږو مياشتو کې سلګونه عام بې ګناه افغانان په ډزو وژلي و.
يواځې بريتانوي ځواکونه د عامو افغانانو پر وژنو نه دي تورن بلکې تردې مخکې د اسټراليا، فرانسې، امريکا او ځينو نورو هېوادونو پوځيانو په اړه هم څيړنيز راپورونه خپاره شوي چې په تېر شل کلن انقلاب کې يې ملکيان وژلي، تعذيب کړي او په کلونو کلونو يې په بې ګناه ډول زندانونو کې اچولي دي.

















