کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کانونو وزارت وايي، چې که هره ورځ تر زر ټنه د ډبرو سکاره استخراج شي، نو زيرمې يې تر ۵۰۰ کلونو دوام کولی شي او د کانونو له درکه هره میاشت میلیونونه افغانۍ عاید ترلاسه حکومت ته په لاس ورځي.
د کانونو او پترولیم وزارت وياند وايي، چې دغه وزارت هره میاشت د کانونو د استخراج په تېره بیا د ډبرو سکرو د صادراتو له درکه له ۳۰۰ تر ۴۰۰ میلیونه افغانيو عاید ترلاسه کوي.
د ویاند مفتي برهان په وينا، دوی د خپلو ټولو عوایدو معلومات له ولس سره شریکوي او په وینا یې په دې برخه کې پوره شفافیت موجود دی.
برهان زياته کړې، چې هره ورځ تر زر ټنه پورې د ډبرو سکاره په اوولسو نقطو کې استخراجېږي او په خبره یې که دا استخراج همداسې دوام کوي نو اوسنۍ زیرمې تر ۵۰۰ کلونو دوام کولی شي.
نوموړی وايي، افغانستان کې په څه باندې اتیا سیمو کې د ډبرو سکرو ستر کانونه موجود دي چې ۶۳ سیمې یې د افغان حکومت له لوري د حفاظت په پالیسۍ کې شاملې شوې دي.
















