کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت خبر ورکړی، چې دوی له هېڅ کوم پاکستاني شرکت سره تړون نه لري.
افغان چارواکي وایي، چې ټول هغه کسان چې په دې برخه کې تړونونه لري افغانان دي؛ خو دا چاره په خصوصي توګه ترسره کوي.
راپورونه داسی وایي چی د افغانستان ډبرې هغه پاکستاني شرکتونه اخلي چی د پاکستان د پوځ سرہ تعلق لري.
خو پاکستاني چارواکو بیا دا راپورونه بې بنسټه دي بللي دي او په خبره یې هغه درې شرکتونو څخه هیڅ یو د پاکستان د پوځ سره تړاو نلري.
پاکستاني چارواکي وايي چې د ډبرو سکرو زیاته برخه د Bestway شرکت چې یو خصوصي شرکت دی هغه یې واردوي خو د طلوع نیوز په راپور کې د دغه شرکت نوم نه دی یاد شوی.
په راپور کې د دغو دریو کمپنیو په اړه کومه څېړنه نه ده شوې او نه هم په دغه راپور کې د هغو شرکتونو نومونه اخیستل شوي چې سکاره واردوي.


















