چین: د امریکا شل کلنې جګړې افغانستان پر کنډوالو بدل کړ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۱ل)

د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي په افغانستان کې د امریکا د شل کلنې جګړې په پایله کې دغه هېواد پر کنډوالو بدل شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند “وانګ ون بین” وړمه ورځ یوې خبري ناستې ته د خبرو پر مهال ویلي، چې افغانستان د امریکا د جګړې ژوندۍ بېلګه ده.

پر افغانستان د امریکا د دوو لسیزو یرغل دغه هېواد پر کنډوالو بدل کړ.

نوموړي زیاته کړې ده : دې جګړې په افغانستان کې د یوه نسل راتلونکی تباه کړ، د څه باندې ۳۰ زره ملکیانو په ګډون یې زرګونه کسان ووژل او په میلیونونه خلک یې بې کوره کړل.

د ده په ​​وینا: د دې جګړې اغېزې میلیونونه افغانان له مرګ سره مخ کړی، شاوخوا درې میلیونه ماشومان ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوی او اتلس اعشاریه نهه میلیونه وګړی د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ دي.

د نوموړي په خبره: امریکا باید د دې ټولو مسئولیت ومني.

وانګ ونبین زیاتوي، چې افغانستان د متحده ایالتونو د دموکراتیک بدلون پروګرام د ناکامۍ ژوندی ثبوت دی.

نوموړی وویل: نړیواله ټولنه باید ډېره هوښیاره واوسي او په ګډه د دیموکراسۍ تر نامه لاندې د ګډوډۍ په رامنځته کولو کې د امریکا د بې غورۍ مخه ونیسي.

مربوطه مطالب

Back to top button