اسلامي امارت ملګرو ملتونو ته: بندیزونه د فشار د وسیلې په توګه مه کاروئ

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو پر امنیت شورا غږ کړی، چې بندیزونه د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.‏

د دوحې تړون کې منل شوې چې د اسلامی امارت له مشرانو به هر ډول بندیزونه لرې کېږی، هغه تړون باید په بشپړه توګه عملي شي.

پر سفرونو بندیز که بیا تمدید شي، نو د سیاسي ډیالوګ او تعامل پر ځای به واټن را مینځ ته کړي چې باید مخنیوی یې وشي.‏

د امنیت شورا غړي هېوادونه باید درک کړي چې په لوېدیځ کې ځینې متعصبې کړۍ په لوی لاس د افغانستان او نړۍ ترمنځ فاصله ایجادوي او افغانان هڅوي چې په وړاندې یې سخت دریځ ونیسي چې دا به د هېچا په ګټه نه وي.‏

هغه افغانستان چې امریکا، ناټو او پنځوسو نورو هېوادونو له ټول توان او قوت سره امن او ثبات په کې رامنځ ته نه کړ ، نننی امنیت او ثبات یې د ټولې نړۍ په ګټه دی.

مربوطه مطالب

Back to top button