چین په تېر یوه کال کې افغانستان سره ۵۱ میلیونه ډالره مرسته کړې

کابل ټکی کام (یکشنبه، ۳۰ زمری، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی ویلي، چې هېواد یې له افغانستان سره په تېر یوه کال کې د ۵۱ میلیونو میلیونه ډالرو په ارزښت بشری مرسته کړې ده.

نوموړي ویلي: له افغانانو سره هر ډول مرسته د افغان حکومت په پام کې له نیولو پرته نه شي عملي کېدای.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې د بشري او سیاسي حقونو موضوعات له اقتصادي مسائلو نه شي بېلیدای.

نوموړی وایي اسلامی امارت لا پیاوړې کېږی، خو ننګونې لا هم پر ځای دی.

افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی ټینګار کوي چې هېواد یې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او د خلکو دود – دستور ته درناوی کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button