کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۱ل)
روسیې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې امریکا په افغانستان کې شرمونکې ماتې خوړلې ده.
په واشنګټن کې د روسیې سفارت له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په تړاو په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې امریکا په افغانستان کې سخته او شرمونکې ماتې وخوړه او امریکايي چارواکي باید دا خبره ومني.
اعلامیه کې سپارښتنه شوې چې امریکا باید افغانستان کې له ماتې عبرت واخلي، خپل سیاستونه دې تغیر کړي او د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې دې د مداخلې هڅې نه کوي.


















