کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۰ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې نن په څلورمه ورځ هم د عراق د پلازمینې بغداد په زرغونه سیمه کې د شیعه روحاني او سیاسي مشر “مقتدا صدر” دپلویانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ سختې او خونړۍ نښتې روانې دي.
عراقي رسنۍ وایي، چې په تازه نښتو کې ۲۰ تنه وژل شوي او تر ۳۰۰ نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې حکومتي ځواکونه او د ایران له ملاتړه برخمنې حشد الشعبي ملېشې هڅه کوي چې د مقتدا صدر پلویان د ولسمشرۍ ماڼۍ، پارلمان ودانۍ او نورو مهمو سیمو څخه وباسي خو تر اوسه یې په ایستلو کې نه دي بریالي شوي.
په ورته مهال عراقي حکومت د پلازمینې بغداد په ګډون په ټول هیواد کې تر نامعلومې مودې پورې ګرځبندیز اعلان کړی دی.
د ویلو ده چې د مقتدا صدر د پلویانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ څلور ورځې وړاندې هغه مهال نښتې پیل شوې چې د مقتدا صدر غورځنګ او حکومت ترمنځ خبرې ناکامې شوې او د مقتدا صدر پلویانو پر ولسمشرۍ ماڼۍ او پارلمان ودانۍ ولکه وکړه تر اوسه په دغو شخړو کې ټولټال ۹۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰۰ نور ټپیان دي.


















