بغداد کې نښتې؛ ۷۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان دي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۹ وږی، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې د عراق په پلازمینه بغداد کې د امنیتي ځواکونو او مقتدا صدر ته د وفادارو مهدي ملېشو ترمنځ نښتو کې ۷۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

د عراق دولتي تلویزیون خبر ورکړی، چې دا کسان د عراق له امنیتي ځواکونو سره په جګړو کې وژل شوي دي او شاوخوا ۵۷۰ نور ژوبل دي چې د چارواکو په خبره د شیعه مذهبي مشر او سیاستوال مقتدا الصدر پلویان دي.

په عراق کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه تېره ورځ له هغه وروسته پیل شول کله چې شیعه سیاستوال مقتدا الصدر اعلان وکړ چې له سیاست څخه لاس په سر کېږي.

له دغه اعلان وروسته د هغه پلویانو په ولسمشرۍ باندې بریدونه وکړل او د څو ساعتونو لپاره یې یاده ماڼۍ ولکه کړې وه.

ځایي رسنیو خبر ورکړی چې مقتدا الصدر له خپلو پلویانو څخه غوښتي چې له لاریونونو او تاوتریخوالي څخه لاس واخلي.

باید وویل شي چې د عراق ولسمشر او لومړي وزیر د ښاغلي صدر پلویانو سره د نویو ټولټاکنو د ترسره کولو ژمنه کړې ده؛ خو خبرداری یې ورکړی که صدر پلویان له تاوتریخوالي لاس وا نخلي و به ځپل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button