افغان حکومت د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې نوې پوستې جوړې کړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۱ل)

د اسلامي امارت په مشرۍ د افغانستان سرحدي ځواکونه په سویل ختیځو سیمو کې نوې امنیتي پوستې رامنځته کوي.

د هېواد په سویل ختيځ زون کې امنيتي چارواکو ويلي، د ډيورند کرښې په اوږدو کې يې د پولو د خوندي کولو لپاره نوې پوستې جوړې کړې دي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ منصوري قل اردو چارواکي وايي، د دغه زون د اوو ولایتونو د امنیت ساتنې لپاره یې کوټلي ګامونه اخیستي دي.

د قل اردو د قومندان په وینا چې تر دې دمه د دغه زون په اړوندو ولایتونو کې هیڅ کومه لویه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

باید وویل شي چې د هېواد د نورو ولایتونو سربېره په سویل ختیځ زون کې د اړونده ولایتونو د امنیت له تامین خلک خوښ دي او غوښتنه کوي چې د دغه وضعیت د لا دوام لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button