کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د اذربایجاني او ارمینیستاني ځواکونو ترمنځ د وړمې شپې خونړیو نښتو کې د دواړو لوریو پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اذربایجان دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ارمینیستان یرغلګرو ځواکونو د “نګورنو قره باغ” لانجمنه سیمه کې د شپې له تیارې په ګټه اخیستلو د دوی د ځواکونو په څو کمپونو بریدونه کړي چې له امله یې ځینې اذربایجاني ځواکونه مړه او ټپیان شوي دي.
د اعلامیې له مخې کله چې ارمینیستاني یرغلګر ځواکونه بېرته ستنیدل د اذربایجاني ځواکونو په کمین کې لوېدلي دي چې په پایله کې یې سلګونو ارمني عسکر وژل شوي چې د ځینو مړي یې اوس هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.
په ورته مهال ارمینیستان هم مني چې په دغه څو ساعته خونړۍ جګړه کې یې ۴۹ پوځيان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
باید وویل شي چې له تېرو دریو لسیزو راهیسې د دې دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ دوې جګړې شوې او وخت نا وخت د پولې په اوږدو کې نښتې کېږې؛ خو د ۲۰۱۹م کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې په یوه نښته کې دومره کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.


















