کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د پکتیا ولایت ډنډې پټان ولسوالۍ ته څېرمه د ډیورنډ پر فرضي کرښه د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغان حکومت مرستیال ویاند “بلال کریمي” په دې تړاو
پر خپله ټویټر پاڼه د یوې لنډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې پاکستاني پوځیانو هڅه کوله پر کرښه تاسیسات جوړي کړي او کله چې افغان ځواکونو ورسره د خبرو هڅه وکړه نو پاکستاني پوځيانو پرې ډزې وکړې.
کریمي مني چې په دې ډزو کې افغان ځواکونو ته هم تلفات اوښتي خو د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویلي؛ خو زیاتوي چې په ځوابي ډزو کې کیدای شي پاکستاني پوځیانو ته هم تلفات اوښتې وي.
باید وویل شي چې پاکستاني لوري تر اوسه په رسمي توګه د یادې جګړې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګې “ای اېس پي ار” لخوا یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د کورمې ایجنسۍ اړوند “خرلاچۍ” سیمه کې د وسله والو په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.
















