ايران: په يوه زيارت کې د وسله وال بريد له امله ۱۵ کسان وژل شوي

ايران: په يوه زيارت کې د وسله وال بريد له امله ۱۵ کسان وژل شوي
کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۵ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د ایران په لوېدیځ کې کې پر یو زیارت د برید له امله لږ تر لږه ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
برید د شیراز په ښار کې د شيعه ګانو اړوند د شاه چراغ په مقبره کې د ماښام د لمانځه پر مهال ترسره شوی دی.
په برید کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۹ تنه نور ټپيان دي.
د داعش وسلهوالې ډلې یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.
ایراني چارواکو ویلي، بریدګر یې نیولی دی.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي ددې برید په وړاندې د “سخت غبرګون ” ژمنه کړې.



