کابل ټکی کام (جمعه، ۶ لړم، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې د اوکرایین په ګڼو سیمو کې د روسیې هوایي او ځمکني بریدونه دوام لري له دغه هېواد څخه تازه راپورونه وایي، چې روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونه کې پر پلازمېنه کېیف کې ۴۰ پوځي اهداف په نښه او له مینځه وړي دي.
د کیېف والي “اولیکسي کولیبا” رسنیو سره په خبرو کې د روسیې وروستي بریدونه خورا بوږنونکي بللي او په خبره یې مختلفې سیمې پکې په نښه او ګڼ شمېر کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
په ورته مهال د روسیې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د اوکرایین په ټولو سیمو کې یې عملیات د پلان سره سم روان دي؛ خو اوکرایین بیا له غربي نړۍ غوښتنه کړې ده چې د توغندیو د له منځه وړلو پرمختللی سیستم دی ورکړي ترڅو د روسیې د بریدونه مخه پرې ونیسي.


















