د عربي نړۍ د مشهور عالم دکتور راتب نابلسي مورکۍ خپله قیصه کوي
عبدالرحمن محمود «الحقاني»
کله چي مي خاوند د نکاح لپاره طلب کړم، مرکه یي راولیږل، نصیب مو شوی وو ، نکاح وسوه ، خاوند مي راته وویل(نور هیڅ خدمت نه درڅخه غواړم، یواځي به مي د مور خیال ساتي أو د هغي خدمت به د خپل وس مطابق کوې.
ځکه چي هغه د کومي حادثي په وجه له لسو کالو را إيسي د مریضۍ پر بستر پرته ده، بدن یي فلج دی، أو زه په تعلیم أو د ژوند په نورو چارو مصروف یم، ددې و خدمت ته پر وخت رسیدګي نشم کولای، أو ته شرعا د هغي په خدمت مکلفه نه یي، خو خپل د انسانیت أو زما د اطاعت په خاطر به دا راسره مني)
دا وایي: زه پریشانه سوم، چي دا خاوند مي د میرمني په حیثیت نه، بلکي د یوي خادمي په حیثیت غواړي، و خپل پلار ته مي د خپلي پریشانۍ اظهار وکړ، پلار مي راته وویل: ځویه یو څوک چي دومره د خپلي مور پر خدمت حریص وي، هیڅکله به ته ورسره ضائع نشې، أو نه به دې ژوند ورسره ستړی شي.
کله چي په لومړي ځل له ده سره یو ځای دده د مور و أوطاق ته ور ننوتلم، د أوطاق د ښائست أو نظافت یي مثال نه وو ، له ټول کور څخه یي د مور أوطاق توفیر درلود، مور یي ویده وه، په أرام یي وښورول، مور یي سترګې خلاصي کړي، ورته کړل یي موري ستا تحفة مي درته راوړه، دا دي د ځوی میرمن ده.
مور یي ماته سترګې را واړولي، أو بیا یي دوعا راته وکړه چي لورکۍ د صالحو أولادونو مور شې، د نوي ژوند دي مبارک شه، له خپل رب څخه سوال کوم چي زما د ځوی سره دې ښه د خوشحالیو ډک ژوند نصیب شي، بیا یي له سترګو د خوشحالۍ أوښکې را توی شوي، ځوی یي أوښکې ور پاکي کړي.
دي ځوی یي ټوله خدمت په خپله کاوه ، د شپې به یي درې ځله له یوه أړخ پر بل أړخ کوله ، د أوطاق خدمت یي هم خپله کاوه ، صرف زما کردار پکښي دا وو چي کله به دی له کوره ووت، دا به تنها نه پاته کیده، زه به ورسره وم، ددي طبعیت أو زړه مي خوشحاله ساته.
څه وخت وروسته ألله تعالی ځوی را نصیب کړ ، نوم یي ورباندي محمد راتب کیښود.
أوس مي د عمر آخیرنۍ ورځې صبا کوم، خو هغه ځوی مي نه تنها داچي رب تعالی راته د خپل پلار په شان صالح کړ، بلکي د اسلامي نړۍ د ممتازو علماؤ څخه دی.


















