کابل ټکی کام (جمعه، ۶ لړم، ۱۴۰۱ل)
په داسې حال کې چې په پاکستان کې سیاسي کړکیچ دوام لري د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پخواني لومړي وزیر “عمران خان” په مشرۍ د یاد هېواد د ستر سیاسي ګوند تحریک انصاف لخوا د “حقیقي آزادۍ” په نوم حکومت ضد لاریون د لاهور ښار له “لبرټي” څلور لارې څخه پیل شوی دی.
د هوم نیوز په نوم د پاکستان خصوصي تلویزیوني چینل خبر ورکړی، چې د ښاغلي خان په ګډون د یاد ګوند لسګونه مهم غړي او زرګونه ملاتړي یې “لبرټي” څلور لارې ته رسیدلي او شیبه په شیبه د لاریونوالو شمېر مخ پر ډيرېدو دی او تمه کېږي چې په دغه ستر لاریون کې به لکونه کسان برخه واخلي.
لاریون چې له لاهور څخه پیل شوی د هېواد له نورو برخو هم ورسره خلک د یو ځای کېدو په حال کې دي او وروستی تمځای به یې پلازمېنه اسلام آباد وي.
په ورته مهال د پاکستان د اطلاعاتو پخواني وزیر او د تحریک انصاف ګوند ویاند “فواد چوهدري” رسنیو ته ویلي که لاریون ناکام شو نو قوم به ناکام شي او که لاریون یې د بریا تر منزله ورسیده؛ نو ولس به د بریا تر منزله رسیدلی وي.


















