یکشنبه, اپریل 19, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

په ځوان نسل د انټرنيټ منفي اغېز

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 2, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
24
ځلې شریک شوی
294
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

حسان مجاهد

په نن زمانه کې انټرنيټ يو بل ته د پيغام ليږلو ، معلوماتو ته دلاس رسي او نورو اسانتياوو لپاره خورا يوه مهمه وسيله ده. ددې سره انټرنيټ ددعوت او دين په خپراوی کي هم ستره ونډه لري؛ په ډيره اسانۍ سره کولای شو چي خپلي ديني خپروني، غږيز درسونه، مقالې او نظرونه په لږ وخت کې دنړۍ له ډيرو خلګو سره شريک کړو.

دا هم ولولئ

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

خو انټرنيټ له مثبت اړخونو سره په څنګ کې ډير منفي اړخونه هم لري، په خاصه توګه دځوان نسل لپاره دګمراهۍ او بی لاريتوب يوه آسانه لاره ده.
*۱_ فحش تصويرونه او فلمونه*
داسلام مبارک دين ديوې پاکي ټولنې غوښتونکی ده او دهر ډول بداخلاقي، فحشا او بي لاريتوب په وړاندي يي دمبارزې اوحل لاري حکم کړی ده.
په نن عصر کې دغربي مطبوعاتو له لوري چي کوم فاحش سريالونه، فلمونه، ډرامې او تصويران خپريږي دډيرو کسانو خصوصاً دځوان نسل دبي لاريتوب، ديني احساساتو دکمزورۍ، رواني او فکري ناروغيو اوپه کفارو پسې دتقليد آسانه لاري دي.
په قرآنکريم کې پردۍ ښځې او سړي ته له کتلو منع راغلې ده، لکه دامضمون دسورة نور په۳۰-۳۱ اياتو کي بيان شوی ده او دبخاري حدیث ده چي سترګي هم زنا کوي او زنا يي ناروا ته کتل دي. معاصر فقهاوو ليکي دي چي تر اصلي نظر تصوير يا فلم ته کتل ډيره ګناه او لويه فتنه ده ځکه له تصوير او فلم څخه دمخامخ نظر په پرتله ډيره غلطه استفاده کيږي.

*۲_ دوخت ضياع*
وخت دالله تعالی له لوري ستر نعمت ده، موږ امرشوي يو چي ددنيا په دا «کوتاه » ژوند کي له خپل لږ عمر څخه ډيره ګټه پورته کړو او دابدي ژوند لپاره څه له ځان سره يوسو، خو دنن زمانې مسلمان ځوانان ټول وخت په عبثیاتو لګيا دي، تر قلم او توري يي زیات سوچ فلم ،ګیم او سريال ته وي. تر شل کلنۍ پوري ځوانانو ته د ماشوم خطاب کیږي، خو حال دا چې په اسلامي تاریخ کې تر ډیره حده ستري کارنامې داسي ځوانانو کړې دي، چې عمرونه یي له شل کلنۍ/دوه ویشت کلنۍ کم وو. خو له هغوي سره د خپل دین او امت د عزت سوچ وو، هغه څه چې اوسني ځوانان تری محروم دي. نن وخت سکرين ته په کتلو خلګ خپل قيمتي وخت ضائع کوي؛ داسي سريالونه، فلمونه جذابي او جادوګري خپرونې او ګيمونه شته چې په کتلو يې ساعتونه ساعتونه وخت لګیږي.

*۳_ په روغتیا باندي منفي اغېز*
دکراچۍ په بنوري ټاون مدرسه کې دحديثو استاد شيخ عبد الرؤف غزنوي ليکي« کارپوهان په دې اند دي چې د انټرنېټ ډېر استعمال د فشار او رواني ناروغیو لامل کېږي، چې د وینې لوړ فشار، شکرې، بې خوبۍ، د وزن زیاتېدل او چاغوالي او د زړه د نورو ناروغیو لامل کېږي، چې د سکرین مخې ته په داسې حالت کې ناست د ټولو ناروغیو لامل کېږي. . کله چې له مغز پرته نور ټول اعضاء ولاړ وي، نو په مغز ټول فشار راځي چې نشي زغملی او د فشار قرباني کېږي او پاتې اعضاء د ډېر وخت لپاره حرکت نه شي کولای، چې له امله يې د نورو ناروغيو ښکار کېږي!
زما یو نږدې ملګری حافظ ډاکټر محمد سمیر قریشي چې د کراچۍ د ډاو پوهنتون د ارواپوهنې استاد او پروفیسور دی وايي چې ځینې کارپوهان وايي چې د انټرنيټ زیات استعمال د هغو ناروغیو لامل ګرځي چې د نشه يي توکو د استعمال له امله رامنځ ته کیږي.

*۴_کورني اختلافات او شخړي*

انټرنيټ دکورني شخړو او جنجالونو يو ستره ذريعه ګرځيدلي ده: دوالدينو او زامنو، دميرمن او خاوند او دنور خپلوانو تر مينځ کله دانټرنټ په وجه لوی اختلاف رامنځته شي، چي کله دوالدينو آزار او توهین او دزوجينو تر مينځ طلاق ته کيسه ورسيږي. مياشتې وړاندې په لاهور کې د( پب جې ګيم) يو فعال له ګېمه داغېزمن کېدو پر مهال دکورنۍ څلور تنه غړې ووژل. دې ته ورته پېښې پخوا نورې هم رامنځته شوې دی.

*۵_دفکرونو تخريب*
په انټرنيټ کي نن سبادملحدينو، سیکولرانو او مستشرقينو لخوا تنصير، الحاد، يهوديت او نورو باطلو اديانو او افکارو ته پوره دعوت روان ده، مستقل سايټونه او ويب پاڼي په دي شپه ورځ لګيا دي، غواړي چي مسلمانان په خپل دين بي باوره کړي، ديني احساسات يي کمزوري کړي، داسلام په اړه شبهات ورته پيداکړي او دباطل په وړاندې يي له مقاومت څخه شاته پاتې کړي.
دا يو شمېر هغه ستر زيانونه دي چي دانټرنټ ناسم استعمال يې په څنګ کې لري.
*دحل لاري*
*۱_ عبادت*
هر مؤمن او مؤمنه باید ټولو اوامرو په ځانګړې توګه لمانځه ته پوره پاملرنه وکړي او په سمه توګه يې ترسره کړي، ځکه په عبادت سره الله تعالی ته انسان نږدې کيږي او بيا دشيطان اونفس له دښمنۍ څخه په آمان کې پاتې کيږي.
*۲_ غوره ملګري*
دانټرنيټ داستعمال پر مهال باید له ناوړه ملګرو څخه ځان وژغورو، تر څو هغوي مو ګناه او داسلام تخريب ته سوق نه کړي. دځان لپاره بايد هغه ملګري انتخاب کړو چې دانټرنيټ له لارې دخپل ځان او نورو مسلمانانو اصلاح او سمې لارې ته بلنه کوي او دحق په ګټه او باطل پر وړاندې سپيڅلې مبارزه مخته وړي.
*۳_ځانته مشخص هدف ټاکل*
دانټرنيټ هر کارکونکی بايد ځانته مشخص هدف وټاکي، ځکه بي هدفه دانټرنيټ استعمال دپورته ټولو زيانونو لامل ګرځي او دانټرنيټ له استعمال څخه غوره هدف بايد له اسلامي ويب پاڼو، فلمونو، خپرونو او مجلو څخه ديني او عقيدوي معلومات ترلاسه کول ، نور نيکي ته رابلل ، له منکراتو څخه يې منع کول، په معاصر سیاست او تاریخ کې بلدتيا، دنړۍ مسلم او غير مسلم وګړو له حالاتو، اخلاقو، مذهبونو کلتورونو څخه ځان خبرول او…… پای

لوی ټکي: انترنیتځوانمنفينسل
مخکینې مطلب

په کابل ښار کې ګازنیونې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه کړي

بل مطلب

د اوکرایین جګړه؛ روسیې د دونتسک ایالت پر درې ښارونو ولکه وکړه

ځانګړي مطالب

خبرونه

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
خبرونه

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026

وروستي

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 19, 2026
0

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 18, 2026
0

ننګرهار کې د ۲۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو شپږ شبکې جوړېږي

نشرونکی: ح جلال
اپریل 18, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • ميرويس عزيزي: د تخار د ۱۶۵ ميګاواټه او د بغلان د ۳۵۰ ميګاواټه برېښنا دستګاوې افغانستان ته انتقال لپاره چمتو شوي

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • امنيتي ځواکونو هلمند کې د قاچاق پر ضد عملیاتو کې زرګونه خښتې مس او طبي وسایل کشف او ضبط کړل

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

تهران کې خبرې بې‌پایلې؛ ایران پر خپل دریځ ټینګ دی او قالیباف وايي پر امریکا هيڅ باور نه لري

نیویارک ټایمز: ایران لا هم د خپلو توغندیزو وړتیاوو لویه برخه ساتلې

هرمز تنګي کې هندي کښتۍ هدف ګرځېدلې

د سوډان جګړه؛ په خرطوم کې هوایي برید لسګونه کسان وژلي

برېښنا شرکت: د عسقلان – دشت ارچي د ۲۲۰ کیلوولټ برېښنا مزي غځولو پروژه پیل شوه

ولسمشر ټرمپ د ایراني ځواکونو ستاینه کړې او ولس یې هوښيار ګڼلي

د ایران-امریکا شخړه؛هرمز تنګی یوځل بیا وتړل شو

ننګرهار او لغمان کې د ۶۴۱ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدمتونو د پراختیا تړون لاسلیک شو

حشدالشعبي: د لبنان اوربند د مقاومت د بریا نښه ده

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com