د اوکرایین جګړه؛ روسیې د دونتسک ایالت پر درې ښارونو ولکه وکړه

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

په داسې حال کې چې د اوکراین پر لر او بر کې د روسیې هوایي او توغندیز بریدونه دوام لري روسيه وايي چې د دونتسک ایالت پر دريو ښارګوټو يې ولکه ټينګه کړې ده.

د روسيې د دفاع وزارت نن د يوه بيان په خپرولو سره ويلي چې د دونتسک پر اندريوکا، بيلوګوريوکا او پرسه تراونيا ښارګوټو يې بريد کړی او تر خپلې ولکې لاندې يې راوستي دي.

په ورته مهال د اوکراین ولسمشر زیلنسکي یوځل بیا له امریکا او ناټو د لا ډېرو پوځي مرستو غوښتنه کړې ده د زیلنسکي په خبره که ناټو بې غورې وکړي دا جګړه به یوازې تر اوکراین محدوه پاتې نه شي بلکې ډېرو نورو هېوادونو به هم وغځیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button