په کابل ښار کې ګازنیونې د یوې کورنۍ ۶ غړي مړه کړي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۱ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، په کابل ښار کې د ګازنيوې له امله د یوې د کورنۍ ۷ غړي مړه شوي دي.

پېښه د کابل ښار د څلورمې حوزې د تایمني په اړوند سیمه کې رامنځته شوې چې د دوه ښځو او څلور ماشومانو په ګډون ۶ تنه پکې مړه شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي، پېښه د همدې کورنۍ د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

د سوشل ميډيا کارونکو په يادې پيښې ژوره خواشيني څرګنده کړې او له خلکو يې غوښتي چې په ژمي کې د بخاريو له استعمال سره له احتياطه کار واخلي او له اوده کېدو مخکې يې بخارۍ بنده او انګار مړ کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button