کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۸ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
له اوکرایین ورکړل شوي وروستي راپورونه وایي، چې روسیې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد هېواد د پلازمینې کېیف په ګډون په ګڼو ښارونو هوایي او د بالستیک توغندیو بریدونو کړي دي.
د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې دغه بریدونه پر کېیف، خارکیف، اوډیسا، لویف، خرسون او نیکولایف ښارونو ترسره شوي چې له امله یې په یادو ښارونو کې پراخې ویجاړۍ رامنځته شوي او د برېښنا په ګډون یې د ژوند لومړني سهولتونه هم اغېزمن کړي دي.
په ورته مهال اوکرایني چارواکو نن پنجشنبه د دیسمبر په ۲۹ مه نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ټول هېواد کې بیړنۍ حالت اعلان کړی او له خلکو یې غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې دی تر ځمکې لاندې خوندي پټنځایونو ته پناه یوسي.
که څه هم د روسیې په وروستیو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېرې په هکله څه نه دي ویل شوي؛ خو عربي 21 خبري آژانس وایي چې بریدونه بې ساري و او ښایي ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې وي.
د ویلو ده چې روسي ځواکونو د اکتوبر میاشتې له لسمې راهیسې د اوکراین د انرژۍ پر تاسیساتو، دفاعي، د پوځي قوماندې پر مرکزونو او مخابراتي سیستمونو پراخ او ځپونکي بریدونه پیل کړي دي چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي او ګڼ تاسیسات په کې ویجاړ شوي دي.


















