افغانستان سفارت: له ژمنو سره سره لاهم پاکستان کې نیول شوي افغانان له زندانونو نه دي خوشي شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۸ جدي، ۱۴۰۱ل)

په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت وايي، چې له ژمنو سره سره لاهم په پاکستان کې نیول شوي افغانان له زندانونو نه دي خوشي شوي.

په اسلام آباد کې د ا.ا.ا سفارت په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، چې د سفارت او افغان جنرل قونسلګریو سره د پاکستاني ادارو او چارواکو له ژمنو سره سره لاهم په پاکستان، په ځانګړي ډول سند ایالت کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نیول شوي افغانان له زندانونو څخه نه دي خوشي شوي.

سفارت يوځل بيا پر پاکستاني چارواکو غږ کړی، چې ‏په پاکستان کې د میشتو او مسافرو افغانانو، خصوصا د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او ناروغانو زنداندي کول او ځورونه، خورا دردوونکې ده، د دواړو وروڼو هېوادونو د اړیکو لپاره ښه پایله نلري.

پکار ده چې دغه شته بندیان ژر ترژره خوشي او دا لړۍ پای ته ورسیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button