کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۷ جدي، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مسوولين وايي، چې د دغه وزارت په هڅو ۷۰ تنه افغانان د متحده عربي اماراتو له زندانونو څخه ازاد شوي دي.
دوبۍ کې د بهرنيو چارو وزارت اړوند د افغانستان جنرال کونسلګرۍ وايي؛ په پرلپسې هڅو یې ۷۰ تنه هغه افغانان ازاد کړي،چې د عربي اماراتو په زندانونو کې بندیان وو.
مسولین وايي؛ د دې زندانیانو د خلاصون قانوني مراحل بشپړ شوي او افغانستان ته به واستول شي.
ډېری وخت په ځينو هېوادونو کې افغانان د ويزو ختمېدو، په غير قانوني لارو نورو هېوادونو پر تګ او نورو ورته ډول غير قانوني کړنو او کارونو له امله د حکومتونو له لوري نيول کېږي چې د يادو هېوادونو په زندانونو کې کلونه کلونه زندانيان وي.


















